د ربوبیت، الوهیت، اسماء او صفاتو توحید !

د ربوبیت، الوهیت، اسماء او صفاتو توحید !
  • AP 1400/9/2
  • گرداننده وبسايت
  • 12:25:43
شریکول:

د ربوبیت، الوهیت، اسماء او صفاتو توحید !

د توحید تعریف او پیژنده

 

توحید په لغت کی: توحید مصدر دی چی په معنا دیوالی دی، یا یو څوک یو بلل دی.
توحید په اصطلاح دشرع: یو بلل دالله په الوهیت او ربوبیت او دا چی هغه پاک ذات نیک نومونه او ډیر لوړ صفاتونه لری، او عقیده لرل پر دی چی حضرت محمد مصطفی د الله تعالی بنده او رالیږل شوی رسول دی، همدارنګه خاتم النبیین دټولو پیغمبرانو دی، او هغه کوم شی چی دالله تعالی له طرف راوړی دی هغه ټول حق دی او مطابق دهغه ژوند کول.
منظور له توحید څه دی؟
هغه کوم توحید چی پیغمرانو راوړی دی هغه متضمن د اثباتولو دالوهیت الله تعالی ته دی او داچی شهادت ورکړی پردی چی هیڅ حقیقی معبود بیله الله تعالی نشته او بیله هغو پاک ذات څخه بل شی عبادت نشی، او داچی بیله الله تعالی پربل ذات توکل ونشی، پخاطر د الله تعالی دیوه چا سره دوستی او مینه وشی اوپه خاطر دالله تعالی دیوه چاسره دښمنی وشی، هرنیک عمل د الله تعالی لپاره وشی او کوم عمل چی له توحید سره ارتباط نه لری، الله تعالی ته هیڅ ارزښت نه لری.
د توحید زده کړه:
دتوحید زده کړه پرهرمسلمان ښخینه او نرینه باندی فرض عین ده لکه څرنګه چی الله تعالی فرمایی: {فَاعْلَمْ أَنَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَاسْتَغْفِرْ لِذَنْبِکَ وَلِلْمُؤْمِنِینَ وَالْمُؤْمِنَاتِ وَاللَّهُ یَعْلَمُ مُتَقَلَّبَکُمْ وَمَثْوَاکُمْ} پوه شه چی په حقیقت سره بیله الله تعالی بل هیڅ ذات نشته، خپلو ګناووته او مؤمنه نرینواو ښځینو ته دګناوو بخښښ وغواړه، الله تعالی دتاسی دحرکاتو او سکناتو څخه خبردی.
د توحید قسمونه
په اساس دقرآن کریم او نبوی سنتونو، توحید په دری تقسیماتو باندی تقسیمیږی:
۱ـ دربوبیت توحید
۲ـ دالوهیت توحید
۳ـ د اسماء او صفاتو توحید
د ربوبیت توحید: رب په لغت کی په معنا دی مالک، مصلح روزونکی، او هغه څوک چی هغه څخه اطاعت وشی، او په اصطلاح کی: یو والی دالله تعالی په افعالوکی لکه خالق، رازق، احیاء، مړ کول، او نور داسی صفات.
دربوبیت دتوحید په اړه الله تعالی داسی فرمایی: {قُلْ مَنْ یَرْزُقُکُمْ مِنَ السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ أَمَّنْ یَمْلِکُ السَّمْعَ وَالْأَبْصَارَ وَمَنْ یُخْرِجُ الْحَیَّ مِنَ الْمَیِّتِ وَیُخْرِجُ الْمَیِّتَ مِنَ الْحَیِّ وَمَنْ یُدَبِّرُ الْأَمْرَ فَسَیَقُولُونَ اللَّهُ فَقُلْ أَفَلَا تَتَّقُونَ} ووایه څوک دی هغه ذات چی تاسی ته له آسمان اوځمکی څخه روزی رالیږی او څوک دی هغه ذات چی مالک پر لیدو او آوریدو دی او څوک دی هغه ذات چی ژوندی له مړه او مړ له ژوندی څخه را اوباسی اوڅوک دی هغه ذات چی مبر دټولو امورو دی، حتما به دا وایی چی الله تعالی دی، دوی ته ووایه چی تاسی له الله تعالی څخه ویره نه لری؟
د الوهیت توحید
الوهیت په لغت کی د اله څخه نیول شوی دی چی به معنا دی معبود دی او الوهیت په معنا د عبادت دی.
الوهیت په اصطلاح کی: عقیده درلودل په دی چی تول عبادات فقط خاص دالله تعالی لپاره دی دا معنا هرهغه شی چی په معنا دی عبادت یادیږی هغه خاص د الله تعالی لپاره دی.
الله تعالی د الوهیت دتوحید په اړه داسی فرمایی: {وَمَا أُمِرُوا إِلَّا لِیَعْبُدُوا إِلَهًا وَاحِدًا لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ سُبْحَانَهُ عَمَّا یُشْرِکُونَ} او دوی مامورشوی نه دی بیله دو چی عبادت وکړی دیو ذات چی الله تعالی دی، الله تعالی پاک دی له هغو شیانو څخه چی دوی ورسره شریک کوی.
توحید داسماء او صفات
توحید د اسماء اوصفات عبارت دی له دی چی: یو شمیرل دالله تعالی په هغو صفاتو چی الله تعالی پخپل کتاب کی او رسول الله پخپل سنت کی بیان کړی دی.

 

الله تعالی داسماء او صفاتو په اړه داسی فرمایی: (ولِلَّهِ الْأَسْمَاءُ الْحُسْنَى فَادْعُوهُ بِهَا) او دالله تعالی لپاره دی ښکلی نومونه په هغوی غواړی.

په اړه خبری کول'د ربوبیت، الوهیت، اسماء او صفاتو توحید ! '

خپل فکرونه ولیکئ

د دې مقالې په اړه خپل نظرونه موږ سره شریک کړئ

نظر شما قابل قدر است