دانساني حکومت جائزه بڼه خلافت دی

دانساني حکومت جائزه بڼه خلافت دی
  • 27‏‏/9‏‏/2022
  • مولانا عبدالصبور عباسى
  • 11:00:30 ص
يشارك:

(د اسلامي ریاست ځانګړتیاوې) 

 دانساني حکومت جائزه بڼه خلافت دی

 

د انساني د حکومت جائزه بڼه  د قران له مخې دا ده چې ریاست د الله او رسول پورته والی ( بالادستی) تسلیم کړي او د خدای او رسول په حق کې له حاکمیت نه لاس واخلي او دحقیقي حاکم د حاکمیت لاندې خ ،لا،فت ( نیابت) قبول کړي.

او د دغه حیثیت (خلافت) په چوکاټ، کې خپل تشریعی، عدالتي او اجرایي،اختیارات استعمال کړي.

[هغه داچې دا اختیارات به ئې په شرعي چوکاټ کې محدود وي]

 فرمايې: 

و أنزلناإِلَيْكَ ٱلْكِتَٰبَ بِٱلْحَقِّ مُصَدِّقًا لِّمَا بَيْنَ يَدَيْهِ مِنَ ٱلْكِتَٰبِ وَمُهَيْمِنًا عَلَيْهِ ۖ فَٱحْكُم بَيْنَهُم بِمَآ أَنزَلَ ٱللَّهُ ۖ وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَآءَهُمْ عَمَّا جَآءَكَ مِنَ ٱلْحَقِّ ( المایده ۴۸)

 ژباړه : ای نبی! موږ دا کتاب تاته له حق سره نازل کړیدی  دا داسې کتاب دی، چې د مخکنیو راغلو کتابونو تصدیق کوي او پر هغو (کتابونو) ساتونکی دی

[ د هغو کتابونو اصلي تعلیمات یې محفوظ کړيدي]

 نو تاته چې  څه، الله نازل کړیدي ته د هغې په رڼا کې  د خلکو ترمنِځ فیصلې کوه، د خلکو د خواهشاتو په پيروۍ کې له هغه حق نه مخ مه اړوه چې تاته راغلی دی[ بلکې د همغه راغلي حق پیروي کوه] .

•-داودعلیه السلام ته،حکم.

وائې:

يَٰادَاوُدُ إِنَّا جَعَلْنَٰكَ خَلِيفَةً فِى ٱلْأَرْضِ فَٱحْكُم بَيْنَ ٱلنَّاسِ بِٱلْحَقِّ وَلَا تَتَّبِعِ ٱلْهَوَىٰ فَيُضِلَّكَ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِ ۚ

  ( ص ۲۶)

 ژباړه:‌

 ای داوده ! ته مو ځمکه کې خلیفه ګرځولی ئې( مقرر کړی یې)

 نو دخلکو ترمنځ په حق فیصلې کوه.

 د نفس د خواهش پيروي مه کوه چې هغه به دې د الله له لارې خطا باسي. 

له دې آیتونو نه څرګنده شوه چې شخصي معاملاتو کښې د شریعت او حق له پيروۍ سره به   مسلمان به  په اجتماعي،حکومتي او سیاسي پرېکړو کې هم د الله د حکمونو پیروي کوي.

لکه څنګه چې فرد مکلف دی چې د الله د حکم اطاعت او تابعداري وکړي،همدا شان کورنۍ،قوم،ملت او ریاست هم مکلف دی چې خپلې کړنې د الهي لارښونو په اتباع او رڼا کې تنظیم کړي.

نتحدث عنه'دانساني حکومت جائزه بڼه خلافت دی'

اكتب أفكارك

شارك أفكارك حول هذا المقال معنا

نظر شما قابل قدر است